IQNA

هنرمند چې قرآن یی په زمزم اوبو او ګلاب باندې ښکلې لیک سره ولیکلو + انځور

3:20 - December 23, 2015
د خبر لمبر: 3468442
نړیواله ډله: محمد الرجاوی، د مراکش هنرمند د غربی ځنې هیوادونو کې د قرآن کریم سپکاوی په ځواب کې دا کلام وحی په زمزم اوبو او ګلاب باندې ښکلې لیک سره ولیکلو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «القدس العربی» نه په نقل، محمد الجاوی، د مراکش بت جوړوونکې غربی هیوادونو کې د افراطیانو له اړخه د قرآن سوځولو کوښښ او د هغې سپکاوی په ځواب کې ټول قرآن د مراکش په اصیل خط کې ښکلې لیک سره ولیکلو.

دی بت جوړوونکې هنرمند، له دی نه مخکې خپل هنر فلسطینی ستونزو ته وقف کړی وو او د صهیونیستی رژیم جنایات چې د دغه هیواد ولس په خلاف کوی خپل هنر کې ښودلې وو.

د یو شمېر افراطی خلکو د غرب په ځنې هیوادونو کې د قران سوځولو او سپکاوی نه پس محمد الرجاوی اراده وکړه چې ټول قرآن د مراکش اصلی خط کې ښکلې لیک سره په لیک کړی. هغه په دې لار کې ډېری ستونزوی او سختی تحمل کړی او ستر وخت یی په صبر او زغم سره تېر کړی.

هغه عقیده لری چې د اسلام دعوت بخنې، سره اوسېدنه او سوله یز ژوند کې دی او دا موضوعات د هغه د هنری فعالیت اصل دی.

ټول قرآن په ښکلې لیک کې لیکلو ۵ کاله او ۳ میاشتې وخت واخیستو

محمد الرجاوی القدس العربی سره مرکه کې وویل: ما د قرآن ښکلې لیک کې لیکلو کار می په کال ۲۰۱۰ کې د مراکشی اصل خط کې شروع کړی وو چې ۵ کاله او ۳ میاشتو کې می ټول قرآن ښکلې لیک کې په لیک کړو، خو ولی ورسره ورسره به مې نور کارونه هم کول.

هغه څرګنده کړه: قرآن کریم د مراکش اصیل خط کې ښکلې لیک سره لیکلو لپاره می د خپل ځانګړی اوزار سره او یو معنوی ماحول کې می لیکلې او هغه وعده چی له الله سره می کړی وه عملی می کړه.

دې مراکشی هنرمنده چې د زمزم اوبو او ګلاب نه یی د قرآن ښکلې لیک کې لیکلو لپاره استفاده کړی وویل: د قرآن کریم لیکلو کې می د زمزم اوبو، ګلاب او نور طبیعی څیزونو نه استفاده کړی او هر یوه پاڼه می له مخکېنۍ پاڼی مختلفه لیکلی.

هغه وویل: «ځان سره می وعده کړی چې دا اخیرنۍ قرآن به نه وی چې ما ښکلې لیک کې ولیکلو، زه به ترهغه پورې چې روغتیا سره مخامخ یم د قرآن ښکلې لیکلو ته به ادامه ورکوم، او کوښښ به کوم چې نور قرآنونه له دې نه غټ او د ښکلې لیک نننۍ ټیکنالوجی نه استفاده سره په لیک کوم» 

http://iqna.ir/fa/News/3467268

captcha