IQNA

د عاشورا حماسه؛

یوه تل پاتې حماسه

18:44 - October 23, 2015
د خبر لمبر: 3392950
پښتو برخه: د اسلام د بقا ضمانت د عاشورا ورځ ده او هم ځکه د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) دا وینا کړی چی فرمایلی یې دی زه له حسین او حسین له ما دی .


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) پښتو څانګه، اسلام د پیغمبر اکرم (ص) په رسالت سره ظهور وکړ او د حضرت امام حسین (ع) په شهادت سره پایداره او تلپاتی شو .

د عاشورا په سهار چې لمر راوخوت د تاریخ ستر پیښه وشوه . سهار وختی حضرت امام حسین (ع) خپل ملګری منظم کړل . د امام حسین (ع) ملګری دوه اویا تنه وو او د یزید د لښکرو شمیر هم دیرش زره تنه وو .

مسلمه ده د یوې ډلی شمیر زیات ؤ او د بلې کم ، خو خبره د شمیر نه ده . خبره د ایمان او ارادی د عظمت ده . هغوئ چې ستړی ؤ هم میړنی وو ، هم مؤمن ، هم عارف هم جنګیالی او هم متفکر او هم با ایمانه وو چې په دغه وړی ډلی کې راټول شوی وو او په تاریخ کې د تباهیو او تورتمونو له ډیرۍ سره وجنګیدل .

په دې ډول دغو میړنیو د دښمن د لښکرو په وړاندی ځانونه تیار کړل څو په یوې حیرانونکې حماسی سره په باطل او ظلم د ایمان او حق غلبه پخه کړی .

په کربلا کې په یوه بې ساری پیښه کې د هغو ښځو او نارینه وو بې ساری رول انځور شو چې د ادب ، عشق او سرښیندنې په اوج کې یې حماسه وپنځوله .

حضرت زینب (س) د حضرت امام حسین (ع) په کاروان کې یوه ځلانده څراغ ؤ چې د ماشومانو او ښځو مشری یې په غاړه وه . هغې د عاشورا په ورځ د ټپیانو درملنه کوله ، د شهادت او عشق مینه واله یې ستاییا او د غم ځپلو غمخواره وه .

کله چی د حضرت امام حسین (ع) زوی علی اکبر په ځمکه وغورځیده نو حضرت زینب (س) یې سر ته ودریده او الله تعالی یې په هغه په شوی ظلم ګواه کړ. کله چې د امام حسن (ع) زوی قاسم په ځمکه ولویده نو خپلی ترور زینب مینه یې په خپل سر ولیده . خو کله چې د حضرت زینب (س ) دوه زامن عون او محمد د حضرت حسین (ع) له لاسونو د معرفت او عشق جام څښی او د جنګ په میدان کې شهیدان کیږی حضرت زینب (س) خپله څیره نه ښیی او وایی :

دا می خدای ته دوه ډالۍ دی . دا د ادب شرط نه دی چې اولادونو ته می ورشم او په اوښکو او ژړا سره د حسین (ع) زړه ودردوم . خو کله چې د خیمی له سوری ګوری حسین وینی چې بې قراره له آس نه کوزیږی او خپل خوریونه په غیږ کې نیسی .

د حماسی او نښتی په ډګر کې د عمرو بن جناده مور ولاړه ده او خپل زوی له حضرت امام حسین (ع) ملاتړ ته هڅوی . عمرو له ډیرو میړانو وروسته شهید شو . د دښمن لښکرو یې ورته سر له تنې غوڅ کړ او مور ته یې ور وغورځاوه .

مور پرته له دې چې ساندی وکړی د خپل زوی سر ښکلوی ، لاسونه یې آسمان ته پورته کوی او وایی :

ای خدایه ! دغه قربانی له ما قبوله کړه ، او وروسته د خپل زوی سر بیرته دښمن ته اچوی او وایی هغه څه چې د خدای په لاره کې می ورکړی دی بیرته نه اخلم .

له دې وروسته د عمرو بن جناده اتله مور په دښمن حمله کوی . دغه مهال حضرت امام حسین (ع) ددغه میړنۍ میرمنې په اړه د خیر دعا کوی او هغه خیمو ته ستنوی .

د حضرت امام علی (ع) میرمن ام البنین خپل څلور اولادونه له امام حسین (ع) سره ملګری کړی دی او له هغو غواړی چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د زړه میوه حسین یوازې پرې نه ږدې .

هغه په خپله کربلا کې نشته خو اندیښمنه ده ، د مدینی د دروازی په لور را روانیږی او په لاره کې بشیر وینی . له هغه پوښتنه کوی . څه چل دی ؟

بشیر ورته آرام ګوری او وایی موری ستا عباس شهید شو .

ام البنین ته وا دا خبره نه اوری او پوښتنه ترې کوی نور څه حال دی ؟

بشیر ورته وایی : ای موری څه ووایم ، ستا نور زامن عبدالله ، عثمان او جعفر هم شهیدان شول .

ام البنین په اندیښنې سره پوښتنه کوی د حسین حال ووایه ؟ زما درست زامن او هغه ټول چې تر آسمان لاندی دی له حسین زار شه . دهغه حال وایه ؟

دغه مهال بشیر وویل حسین هم شهید شو . له ام البنین سوزونکی چغه پورته شوه او له غمه یې په ځمکه ګونډی ووهلی .

د عاشورا په ورځ د حضرت امام حسین (ع) ملګری هم د عشق او سرښیندنې بې ساری صحنی وپنځولی .

هر یو د جنګ ډګر ته د تللو لپاره له یوه بل څخه مخکې کیږی او د حسین (ع) په وړاندی د ادب تندی په ځمکه ږدی .

هغه ته ډاډ ورکوی که څو ځانونه ولری هغه به هم له حسینه او د هغه له پاک هدفه قربان کړی . د حضرت امام حسین (ع)هر یو ملګری چې د جنګ ډګر ته ننوځی لومړی په درست ایمان او مقاومت سره دښمن په شا کوی او په میړانې سره له حضرت امام حسین (ع) څخه دفاع کوی .

حضرت امام حسین (ع) چې هر ټپی ملګری ته ودریږی نو په وروستیو شیبو کې ترې پوښتنه کوی

حسین جانه ! آیا له ما راضی یاست ؟

حضرت امام حسین (ع) ورته ډاډ ورکوی چې د هغه ملګری په وفادارۍ او حماسه پنځونه کې ساری نلری .

عابس بن ابی شیب د کربلا په پیښه کې له دغو یو اتل دی . حضرت امام حسین (ع) ته ورځی او وایی ایا ابا عبدالله په ځمکه له تا ماته بل محبوب نشته . که قدرت مې درلودلای چې تا له دغه ظلم او وژلی وژغورم او که له ځانه مې بل خوږ شی درلودلای نو له تا به مې نه ؤ سپمولای .

اوس ددی شاهد اوسه چې زه ستا او ستا د پلار په دین له دنیا ځم .

عابس د جنګ ډګر ته ننوځی . د یزید د لښکرو یو عسکر وایی : عابس له پخوا پیژنم . هغه د زمریو زمری دی . هر څوک چې ورسره مقابلې ته ورشی مړ به شی . عابس دومره میړنی جنګیږی چې هیڅ څوک ورسره برابر نه دی . د یزید د لښکرو قوماندان عمر سعد په ورخطایۍ سره حکم کوی چې هغه په کاڼو وولی . عابس وروسته له دې چې ډیر یزیدیان هلاک کوی خپله هم شهیدکیږی .

حضرت امام حسین (ع ) بالاخره د جنګ میدان ته د زمری په شان ولاړ . د هغه په رګو نو کې د محمد ، علی اوفاطمی وینه خوټیدله . بیا هم الله تعالی شاهد بولی هر هغه څه چې لازم ؤ کړی یې دی څو خلک له جهالت غ او غولونې وژغوری .

میړنې په څیر جنګیږی او وایې چې د خپل نیکه د دین له اصلاح پرته د بل څه لپاره نه دی پاڅیدلی .

میړانې یې په ذهنونو کې د حضرت علی (ع) میړانې ژوندۍ کوی . خو د مال او مقام تمو په حقیقتونو د دښمن سترګی پټی کړی دی . سوکه سوکه ماسپښین کیږی او یوه ستر ه غمیزه پیښیږی . د الله تعالی د ګران پیغمبر د زوی حسین پاکه وینه د کربلا په ځمکه توییږی او د حضرت ابا عبدالله الحسین سر دښمن ته په لاس ورځی .

یزیدیان چې د معنویت د ګلبڼ چورتالان ته ورغلی ؤ ، ګلونه او څانګې د جهالت د آسونو تر پښو لاندی کوی او ځی او نسیم یوازې د ټپونو مونس کیږی . د کربلا لمر غورځیږی ، له دې غافله چې له دغه غمجن مازیګر وروسته یو ځل بیا سهار کیږی .

د حضرت امام حسین (ع) په حرکت کې چې هر څه دی د جهل او بدیو له مظاهرو سره دوامداره مبارزه ده . هغه خلک بصیرت ته وربولی او په هغو کې د ویښتیا او پوهې څپی پیدا کوی . بصیرت د انسان د وجود اړتیا ده او په تاریخ کې بې بصیرته انسانان پرته له دې چې پوهه شی غولیدلی دی .

په دغه پاڅون کې امام حسین مونږ ته د ژوندطریقه رازده کوی او ژوند ته مو نظر بدلوی .

هغوئ بشر د خپل دغه پیغام مخاطب ګرځوی چې په پنځون کې خپل مقام ومومی او د بدیو په ګرداو کې ډوب نه شی . ځکه چې پتمنې او میړانه د هر انسان د وجود ښکلا ده .

په حقیقت کې کومه وینه چې هغه ورځ په ځمکه توېې شوه ، د تل لپاره یې په تاریخ کې د ظلم په وړاندې د مقاومت او پتمنۍ نیالګی خړوبه کړ .

ارواښاد ډاکټر سید جعفر شهیدی وایی :

د عاشورا غورځنګ هغه ورځ په ظاهره بې نتیجې پاتی شو ، خو یوه نتیجه نه بلکه ډیرې پایلې درلودی .

دغه غورځنګ په ظاهره د یزید په فجایعو سره خاموش شو ، خو هیڅکله یې تودوخه کمه نه شوه .

یو وخت د صورد د زوی سلیمان په خالصانه پاڅون سره او کله هم د مختار په حکومت سره چې د شهیدانو د سردار د وینې د بدلې د اخیستلو په نامه یې قیام وکړ د حضرت امام حسین (ع) پیغام ژوندی شو او له هغه وروسته د هغو درستو کسانو لپاره الهام بخښونکی شو چې د واکمنانو تر ظلم او کړاو لاندی دی .

captcha