IQNA

د تاسوعا ورځ:

د حضرت امام حسین ابن علی علیه السلام غورځنګ کې امت ته پیغام

18:31 - October 23, 2015
د خبر لمبر: 3392947
پښتو برخه: ننه د محرم د میاشتې نهمه نیټه ده چې په « تاسوعا» مشهوره ده . په دې ورځې او د عاشورا په شپې د امام حسین علیه السلام د یارانو په تیره بیا د حضرت عباس علیه السلام د سرښندنو او وفادارۍ یادونه کیږی


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) پښتو څانګه، د کوفې د لښکر کوماندانان  عمر بن سعد غږ وکړ :  ای د خدای لښکریانو سپاره شئ، او تاسو ته دې زیری وی.  بیا له خپلو لښکریانو سره د مازیګر له لمانځه وروسته د امام حسین  علیه السلام د سپایانو په لور  روان شو  حضرت عباس علمدار  امام حسین علیه السلام ته عرض وکړ : ای وروره، دښمن روان شوی دی او زمونږ په لور په حرکت کې دی .

امام حسین علیه السلام  پاڅید او وې فرمایل:  ای زما ورور عباسه ، لاړ شه او له هغوی سره ملاقات وکړه او پوښتنه ترې وکړې چې ولې زمونږ په لور راروان دی؟

عباس له شلو سپرو سره د دښمن د لښکر په لور ورغی  په دغه شلو کسانو کې زهیر بن قین او حبیب ابن مظاهر هم وو. عباس علمدار هغوی ته وویل : په تاسو څه شوې دی او څه غواړئ؟

وې ویل : د امیر حکم راغلی دی چې تاسو ته وړاندیز وکړو یا یې حکم ومنئ او یا له تاسو سره وجنګیږو.

حضرت عباس وویل : بیړه مه  کوئ چې زه ابا عبدالله ته ستون شم  او ستاسو خبره ورته ورسوم .

بیا  په تادۍ سره د امام حسین علیه السلام لور ته ورغی او خبر یې ورساوه .  کله یې چې امام ته د عمر ابن سعد وړاندیز واوروه  امام  ورته وفرمایل :  هغوی ته ورستون شه او که کولې دې شول  ستانه یې کړه او  له هغوی سره جنګ سبا ته وځنډوه  چې نن شپه د خپل رب لپاره لمونځونه او عبادت وکړو او له هغه بخښنه وغواړو. ځکه چې هغه په خپله  ښه پوهیږی چې زه  د هغه لپاره له لمونځ، او د کتاب له تلات او دعا او ډیراستغفار سره  مینه لرم .

موزیک

د تاسوعا په ورځ هره شیبه په ډیرې اندیښنې سره تیریدله  او د سبا د سختوالی خبر یې ورکاوه . دغه ټوله شپه او د عاشورا ورځ  په  وسوسو ،  توجیهونو، پلمو ، تردیدونو، ویرو او ترهو سره تیره شوه .  خو د حسین ملګری چې په زړه کې یې د یقین مشالونه بل وو ښه پوهیدل چې د  چا په پناه کې راغلې دی ، د څه لپاره راغلې او څه باید وکړی  . هغوی هم دشمن شناسه وو او هم  یې سمه لاره پیژندله .  له دې امله ده چې د نهم ورځ او لسم شپه  د امام حسین علیه السلام د ملګرو د معرفت د تجلۍ او د عشق او وفادارۍ د ښکاره کولو ډګر وګرځیده. هغه کسان چې نه یې  له ظلمه امان نامه اخستې وه او نه یې د شپې په تیاره کې امام حسین یوازې پریښوده .  د  یو سخت جنګ په میدان کې شتون  او  د زرګونو او نیزو، تورو او غشیو په محاصرې کې حضور  د هغو کسانو  هنر دی دی چې  لوی روح او ژور معرفت لری.  کربلا د هغوی زړونو مرکز دی چې  د حسین په مینه خړوب او له دښمن سره له کینې ډک دی.  دهغوی د مینې او نفرت سرچینه دهغوی معرفت دی ، د رحمت او غوسې دغه  ګډوله  د کربلا په هر ځای او د ازمیښت په هر ډګر کې په نظر راځی . د ملګرو په رجزخوانۍ کې  له آل زیاد او آل مروانه نفرت  پریمانه دی او  په همدغه رجزونو کې  د پیغمبر له اهلبیتو او امام حسین سره مینه څپې وهی.

د حق په لاره کې د  حرکت لومړی شرط  له تعلقاتو او پییلتیاوو  ځان خلاصول دی.  کوم کسان چې د ژوند له پټو او ښکاره تعلقاتو سره تړلې دی  د لوړو مقاصدو له درک کولو عاجزې دی.  د لویوی روحونو  پرتم او ستروالی په دې کې دی چې  په اسانه له  پییلتیاوو تیریږی  او چرته چې  ضروری وی د خواهشاتو سر چخڼی کوی.  امام حسین علیه السلام  د تل پاتې حماسې د پنځولو لپاره  د پتیالیو او  د داسې  ځانګړتیاوو د لرونکو ملګرو  په فکر کې دی.  له همدې امله وه چې  پړاو په پړاو یې دخپلو ملګرو د چڼولو او صفا کولو  اقدام کاوه  چې  هر کس چې ځان له خواهشاتو او دنیاوی  پییلتیاوو  ځان نه شی خلاصولی  له امام سره یو ځای نه شی . حتی د عاشورا په شپه یې  خپلو ملګروته اجازه ورکړه چې  د شپې له  فرصته استفاده وکړی او که غواړی  نه لاړ دې شی  خو اد امام حسین علیه السلام ملګرو  د خپل امام په ملګرتیا کې یوه شیبه هم  شک ونه کړ ، په دغه شپه امام حسین علیه السلام په خپلې وینا کې وفرمایل :

« بې شکه ما تر خپلو ملګرو زیات وفادار ملګری نه دی لیدلې  او له دوی ښه کسان نه پیژنم ،  او له خپلې کورنۍ زیاته  ښه او مهربانه   کورنۍ  او خپلوان مې نه دی لیدلې .  خدای دې تاسو ته په دې چې له ماسره مو ملګرتیا وکړه  جزای خیر درکړی ، پوه شئ  چې  زه نور له دغه ( د کوفې له) خلکو  د مرستې تمه نه لرم .  خبر اوسئ چې  له تاسو خپل بیعت اوچتونم  او تاسو ته اجازت درکوم چې   د شپې له تیارې  د لرې کیدو او  د خطر  له دې ځایه د تللو لپاره  استفاده وکړئ .  په کلیو او ښارونو کې خپاره شئ  چې خدای  درته لاره خلاصه کړی او تاسو وژغورل شئ ، دا دښمنان ما غواړی  او  چې زه په لاس ورشم له تاسو سره غرض نه لری»

د امام حسین علیه السلام د ویناوو له ختمیدو وروسته  د هغوی حماسه جوړوونکو ملګرو، هر یو  په یو ډول د خپلې ملګرتیا اعلان وکړ  او د عشق او وفادارۍ اوږدې قصیدې یې ولوستې.  په دې مینځ کې  عباس ابن  علی  علیه السلام لومړی کس و چې  خبرې یې پیل کړې او وې ویل : « د څه لپاره دا کار وکړو؟ د دې لپاره چې له تا وروسته یو څو ورځې  زیات ژوند وکړو؟ هیڅکله نه ؛ خدای دې پر مونږ هغه ورځ رانه ولی»

د حضرت عباس علمدار له خبرو وروسته د اهل بیتو نورو ځوانانو او د امام ملګرو هم د هغوی  پیروی وکړه  او دې ته ورته خبرې یې وکړې.

د مسلم  بن غوسجه په نوم د امام  حسین علیه السلام یو ملګری د خپلې وفادارۍ په ښودنه کې  هغه حضرت ته عرض وکړ : « په خدای قسم تا یوازې نه پریږدو چې خدای تعالی پوه شی چې د پیغمبر په نیشتوالی کې مو دهغه د  حرمت او عزت خیال ساتلی ، که ماته یقین وی چې وژل کیږم ، بیا ژوندی کیم او بیا  سوزول کیږم او ایرې په  هوا بادیږی  او  اویا ځله له ما سره دا کار کیږی  بیا به  هم  له تا جدا نه شم  چې ستا په خدمت کې د مرګ هرکلی ته ورشم   نو  ولې داسې ونه کړم  چې مرګ خو یو ځل راتلونکی دی  او  له دې وروسته مې  نه ختمیدونکی  ثواب او عزت په انتظار کې دی»

موزیک

دغه پرتمینې صحنې د دې ښودنه کوی چې د امام حسین علیه السلام د  غورځنګ لاره باید د خدای په معرفت او د حق په لاره کې په سرښندنې سره تعقیب کړی شی.  هغوی چې په ډیرو سختو شرایطو کې تیار نه شول  چې له امام سره خپل عهد او پیمان مات کړی.

د عاشورا یوه ډیره ظریفه او فکر ته  بلونکې خبره  له خپلو ملګرو او هم سفرانو سره  دا مام حسین علیه السلام د ارتباط څرنګوالی دی.  دا ارتباط د لازمې پوهې  د ورکولو تر څنګ   د هغوی ستاینه او دهغوی روحی تصفیه او چڼول دی.  امام حسین  په خپلو ملګرو او دهغوی په  ایمان او پایدارۍ ایمان  درلود.   هغه پوهیده چې په سختو شیبو او د پیښو په  سختیو کې  ټینګ او صابر پاتې کیږی.  د عاشورا په شپه کله چې  بی بی زینب سلام الله علیها   له امام حسینه دهغه حضرت د ملګرو په هکله پوښتنه وکړه  چې آیا هغوی دې ازمویلې  چې سبا د جنګ او خطر په وخت تا پرې نه ږدی  او د اهل بیتو د ښځو خیمې د دښمنانو   حملو ته  ونه سپاری؟ امام حسین  په یوې ډیرې ښکلې او برمناکې وینا کې وفرمایل:

« په خدای قسم هغوی مې ازمویلې او هغوی د د غره د  مزبوتو   او نه ماتیدونکو پرښوپه شان او په مرګ مین دی .  دومره  لکه چې یو تی خوری ماشوم  د مور غیږې اور د هغې له شودو سره مینه لری.»

امام په  هره  موقع کې  د خپلو پایدارو او صابرو ملګرو درنښت او ستیانه کوی او حتی هغوی په تاریخ کې تر ټولو بې ساری او بې نمونې ملګری ګڼی.  د عاشورا په شپه  د امام حسین د ملګرو ولوله ناکې ویناوې  له  شهادت سره د هغه حضرت د مینې ښودنکې وې . په کربلا کې حتی د قاسم ابن الحسن په شان وړو هلکانو هم مرګ تر شاتو خوږ ګاڼه او د مرګ هرکلی ته ورغلل.  په دغه شان معرفت او بصیرت سره  وه چې د امام حسین ملګری  عاشقانه  د تورو غشیو او نیزو په باران  او د خطر په ډګر کې ودریدل او د شهادت جامونه یې وڅښل .

ددغه عمل تر ټولو برمناکه بیلګه حضرت عباس علمدار و  چې د تاسوعا په ورځ یې د دښمن امان ونه مانه او د  عاشورا په ورځ  یې د امام حسین علیه السلام په حفاظت ، د خیمو ښځو او ماشومانو  په ساتنه او د هغوی لپاره د اوبو د راوړلو په لاره کې په سرښندنې سره یې  ډیره  ښکلې حماسه وپنځوله .  هغه څه چې  دغه لوی شخصیتونه یې د عشق او مینې  او وفادارۍ په لاره کې لا هوډمنول د خدا ییاد او دهستۍ له سرچینې سره دهغوی ژور اتصال و .  نو ځکه  ارامښت او اطمینان یوه شیبه هم  د دغه  زړه ورانو له  فکر او خیاله نه   لرې کیده . په خدای توکل سبب شو چې  هغوی د عزت او سرلوړۍ په اوج کې  بې له دې چې  د دښمن   د وسلو او میړونو  له زیاتوالی  وویریږی ، په ډګر کې شتون پیدا کړی  امام او ملګرو یې د خدای له یاده  ځواک واخسته  او  بې له خدایه یې د هیڅه شی ویره زړه ته راونه وستله .  او په دې طریقې سره وه چې د  هغه ډګر میړونو له واړه نیولې تر زړو او له ځوانانو تر بوډاګانو   له ځانه د تاریخ  تر ټولو بې سارې  میړنتوبونه او سرښندنې پریښودلې.

captcha