IQNA

د ویرجینا پوهنتون استاد ایکنا سره مرکه کې:

ګاندهی، امام حسین علیه السلام د قرآن پوهیدلو رمز ګڼلو

3:25 - October 22, 2015
د خبر لمبر: 3391474
نړیواله ډله: پروفیسر «عبدالعزیز ساشادینا» د عاشورا غورځنګ په نړۍ باندې تآثیر ته تاکید ورکولو سره د مهاتما ګاندهی غوندی کسانو خبرو ته اشاره وکړه او وې ویل: ګاندهی چې قرآن یی هم لوستلې وو، امام حسین علیه السلام د قرآن پوهیدلو رمز ګڼې.

پروفیسر «عبدالعزیز ساشادینا» د امریکه ویجینا پوهنتون استاد قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) سره مرکه کې د د عاشورا غورځنګ په نړۍ باندې تآثیر ته تاکید ورکولو سره وویل:
ساشادینا تاکید سره چې باید د کربلا او د امام حسین علیه السلام د پاڅون ټول او مختلفه ابعاد راټول کړو چې حسینی حقیقت راته څرګنده شی، وویل: په زیږه توګه د کربلا او د عاشورا غورځنګ په غونډه او په بیل بیل اړه دوه تاریخی روایتونه وجود لری، یو دا چې د امام حسین علیه السلام د غورځنګ هدف امر به معروف او نهی از منکر وو او بل دا چې ځنې هم په دې عقیده دې چې د امام حسین علیه السلام د کربلا غورځنګ د عدالت پر بنسټ اسلامی حکومت جوړول وو.
هغه څرګنده کړه: د یو مورخ په عنوان سره باید وویم چې یو تاریخی پیښه بی له څه سبب نه رامنځته کېږی هر تاریخی پیښه یو سبب او مسبب لری، د کربلا پېښه یو ډېره مهمه او ستره پیښه ده او مونږ د هغی تحلیل نشو کولی، کوم ده هدف چې مونږ وړاندې نقل کړل هغه دواړه ټیک دی خو هغه د امام حسین علیه السلام د هغه دروند غورځنګ ټول او اصلی مقصد نه بیانه وی د امام حسین علیه السلام اصل مقصد د خپل نیکه مبارک دین اسلام چې په روکېدلو وو هغه شان ژوندی غوستلو لکه څرنګه چې نیکه پرېښلی وو.
ساشادینا د امام حسین علیه السلام په وخت کې د مسلمانانو حالاتو ته اشارې سره وویل: تر ۶۰ هجری پوری د هغه وخت حکومت دین اسلام کې ډېر بدعتونه راوېستلې وو، خو ولی د امام حسین علیه السلام د قیام نه پس یو حاکم هم دا جرأت ونکړو چې د اسلام احکام او ارکان تر اغیز لاندې راولی،  نو د امام حسین علیه السلام د پاڅون اصل هدف د رسول الله صلی الله علیه و آله د پیغام حفاظت وو، اهلبیت علیهم السلام په دې ښه پوهه لرله چې اسلام یواځې د عرب ولس لپاره نه دی بلکې د ټولې نړۍ لپاره دی، او د کربلا پېښی دا خبره څرګنده کړه، د کربلا پېښی نه مخکې د منافق او د مومن تشخیض او ټاکنه ګران کار وو، معاویه به خلک پیسو سره اخیستل خو ولی د امام حسین علیه السلام اصحابو ضمیر ژوندی وو او هیڅ څوک نه وو چې د هغوی وجدان سره یی لوبې کړی وې، نو ځکه زه دا فکر کوم چې د امام حسین علیه السلام د عاشورا پاڅون فلسفه په دې دوه روایتونو کې نه لنډېږی، بلکې د دې پېښی حقیقت له دې نه ډېر وچت دی چې په دوه موضوعاتو کې خلاصه شی.
باید د کربلا او د امام حسین علیه السلام د پاڅون ټول او مختلفه ابعاد راټول کړو چې حسینی حقیقت راته څرګنده شی.
دې شیعه مورخ او پوهاند د ګاندهی او د نیلسن منډیلا غوندې کسانو امام حسین علیه السلام سره مینه کولو په اړه وویل: ګاندهی امام حسین علیه السلام سره مینه کولو سبب د هغوی له ظالم حاکم وقت چې یو لوی قوت او قدرت ورسره په لاس کې وې په خلاف پاڅون وو، هندی کلتور کې دارنګه کس ته (هغه  جنګیالی چې د حقیقت لپاره جنګیږی) ویلی کېږی، د ګاندهی امام حسین علیه السلام ځکه مینه وه چې حقیقت سره مینه لروونکې اقلیت خپل ټنګار سره د هغه زمانې حکومت متزلزل کړو. ګاندهی وایی له انګلیس سره د مقابلې ښودنه ما له امام حسین علیه السلام زدکړه کړی، ګاندهی چې قرآن یی هم لوستلې وو، نو امام حسین علیه السلام د قرآن پوهیدلو رمز ګڼلو ځکه چې قرآن خلک عدالت ته راغواړی.
ساشادینا د نیلسن منډیلا په اړه وویل: نیلسن منډیلا هم د امام حسین علیه السلام شخصیت ته په درنه سترګه کتل هغه له مسلمانانو سره ښه اړیکې وې، ما هغه سره څو ځله لیدل کړی، هغه یو ډېر شریف انسان وو، نیلسن منډیلا وایی امام حسین علیه السلام ماته الهام ورکوونکې وو، په تاریخ کې دا رنګه مثالونه ډیر دی چې امام حسین علیه السلام خلکو لپاره تاریخ کې یو معنوی طاقت او روحانی الهام ورکوونکې وو چې تورو او نیزو له یی شکست ورکړو او په دې لاره کې بریالۍ شو.
عبدالعزیر ساشادینا، د امریکه ویرجینیا پوهنتون سره تړلې جرج ماسون (George Mason ) پوهنځی مذهبی مطالعاتو استاد او ډمکراسی او اسلام  کې د بشر حقوق، معاصر کې اسلام، د ژوندون اخلاق، شیعه پژندنه او اسلام پوهنه کې تدریس او څېړنه کوی.
ساشادینا د آفریقا شرق د تانزانیا یوې هندی شیعه کورنی کې زېږېدلې وو، هغه خپل کارشناسی مدک په اسلام مطالعاتو کې د هند علیګړ پوهنتون نه ترلاسه کړی، او بیا په کال ۱۹۶۷ کې ایران ته راغلې وو او د فارسی ادبیاتو او ژبه پوهنه برخه کې یی د مشهد فردوسی پوهنتون کې خپل تعلیم ته ادامه وکړه، هغه په دې دوران کې د مشهد، قم او نجف دینی حوزی کې هم سبق وویل چې په دې کې د شیعه لویو مفکرانو لکه علی شریعتی سره اشنا شو.
ساشادینا په کال ۱۹۷۲ کې کنیډا ته لاړو او هلته یی د کارشناسی ارشد او دکترا ډګری له ټورنټو پوهنتون اسلامی مطالعاتو برخه کې تر لاسه کړه، د هغه  دندیز ژوند لار کې د مختلفو امریکه، کنیډا، ایران، اردن او نوروهیوادنو پوهنتون کې څېړنی په ګوته کېږی.

http://iqna.ir/fa/News/3389063

captcha