IQNA

د جماعت اسلامی پاکستان مشر

د اسلامی هیوادونو په غزه جنایتو باندې چپتیا شرم دی

0:09 - August 13, 2014
د خبر لمبر: 1438807
نړیواله ډله: سراج الحق د اسلامی هیوادونو د غزه په مسئله کښې چپتیا باندې سخته نیوکه کړی او ویلی دی: د اسلامی هیوادونو مشرانو خپلو ګټو لپاره د صهیونیستی رژیم په غزه کښې جنایتو او ظلمونو باندې سترګی پټې کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سراج الحق د جماعت اسلامی پاکستان مشر د صهیونیستی رژیم په غزه کښې د جنایاتو او ظلمونو مخالف لاریون والو ته خپل ویناوې کښې وویل: نن تر دې چې امریکا او انګلیس کښې په لکوو خلک در غزه د خلکو په حمایت کښې لاریون کوی خو ولی په اسلامی هیوادونو کښې یو درونده چپتیا د دې جنایتو په هکله وینو.

هغه د غزه حالاتو ته اشاره سره وویل: ماشومان د توغندو او ټانکونو لاندې وژلی کېږې، جوماتونه او روغتون په امان کښې نه دې، خو بیا هم د اسلامی نړی مشران له خپلو ګټو لپاره چپ دی.

سراج الحق د صهیونیستی جنایات محکوم کړل او د غزه محاصره پای ته د رسولو غوښتنه یی وکړه.

هغه ټینګار وکړو: یواځې محکوم کول کافی نه دی،  بلکې اسلامی هیوادونه باید عملی چاری وکړی، دا لاریون د لاهور زرګونو ماشومانو ، سړیو او ښځو او په شتون کښې پرون ۱۹ مرداد پیل شو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1438015

captcha