IQNA

ایت الله خامنه ای: نن ورځ د اسلامی نړۍ تر ټولو مهمه مسئله، وحدت دی

9:16 - January 20, 2014
د خبر لمبر: 1360788
سیاسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای د حضرت رسول اکرم ص او د امام جعقر صادق ع د نیکمرغه زوکړې په ورځ د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس له غړو او یو شمیر ایرانی چارواکو سره د لیدنې پر مهال د پیغمبر اکرم ص د هیلو پوره کولو ته د اسلامی نړۍ د خلکو د رابللو تر څنګ زیاته کړه له ټولو دسیسو او توطیو سره سره به د یوالی او اسلامی ویښټیا په رڼا کې د اسلامی امت راتلونکې روښآنه او زیری ورکوونکې وی .


د قران نړیوال خبری  اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د نړۍ د مسلمانانو ولی الامر د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله او د شیعه یانو د شپږم امام امام جعفر صادق ع د نیکمرغه میلاد د تبریکۍ تر څنګ څرګنده کړه مسلمان ملتونه باید د باطنی او فکری آزادۍ په چوکاټ کې هڅې وکړی چې اسلامی امت سیاسی خپلواکۍ د ولسی او اسلامی حکومتونو را منځته کیدا او د دینی ولس واکۍ او اسلامی شریعت په اساس حکومتونو په را منځته کولو سره ځانونه د اسلام د نظر وړ آزادۍ ته ورسوی .د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د فلسطین د مسئلې د هیرولو او په مسلمانو ملتونو د صهیونیستی رژیم د تپلو لپاره ۶۵ کلنې هڅې د امریکا او استکبار د هڅو یوه بیلګه وبلله او څرګنده ېې کړه د لبنان ۳۳ ورځنی او د غزې ۲۲ ورځنی او ۸ ورځنی جنګونو وښوده له یو شمیر دولتونو پرته چې د پردیو د ګټو ساتونکی جوړ شوی نور مسلمان ملتونه په هوښیارۍ او درایت د فلسطین موجودیت او هویت ساتی او ساتلی ېې دی .



هغوی د تکفیری افکارو ترویج په اسلامی ټولنه کې د داخلی جګړو د را منځته کولو او د فلسطین د مسئلې نه د خلکو د پام په بله اړولو لپاره د دوښمنانو هڅه وبلله او څرګنده ېې کړه یو شمیر تکفیریان بې له دې چې د صهیونیستانو کړنو ته پام وکړی د اسلام او شریعت تر نوم لاندې اکثریت مسلمانان تکفیروی او اختلاف جګړو او تاوتریخوالی ته لاره هواروی .



د نړۍ د مسلمانانو ولی الامر له تکفریانو د استکباری دولتونو او د هغوی د لاس پوڅو مالی او تسلیحاتی ملاتړونو ته په اشارې سره اسلامی هیوادونو ته توصیه وکړه چې تکفیری بهیر د اسلامی نړۍ لپاره ستر خطر دی او باید په دې اړه هوښیار او متوجه و اوسی .



حضرت آیت الله خامنه ایی بیداری او هوښیاری د اسلامی امت د نیمکرغۍ یواځنۍ لاره په ګوټه کړه او زیاته ېې کړه پریمانه امکانات ممتاز جغرافیایی موقعیت ارزښتمن تاریخی فرهنګی میراثونه او بې ساری اقتصادی سر چینې هغه څه دی چې اسلامی نړۍ کولای شی د وحدت غږملتیا او یوالی په سیوری کې ترې ګټه واخلی او د مسلمانانو عزت کراکت او ښاغلی توب ته لاره هواره کړی .



1360658

captcha