د ایرنا د خبر له مخې دلبنان د حزب ... ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا.... بیګا په یولړ څرګندونو کښې په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې د صهیونیسټانو له خوا د لبنان د واکمنۍ د خلاف ورزۍ وخت تیر شوی وویل: د مقاومت له وروستیو عملیاتو د لبنان د حکومت، پوځ او خلکو ملاتړ ثابته کړې چې حزب ا... د صهیونیسټانو ګواښونو ته په ځواب ورکولو کښې مضبوطه اډاڼه لری.
هغه د بیروت په سویلی سیمه کښې د صهیونیسټی رژیم د خلاف ورزی کونکو ډرونز د تیرې اونۍ ناکامو عملیاتو ته په اشارې سره وویل: د لبنان د پوځ او مقاومت په هوښیارۍ سره نور نو د لبنان د خاورې هیڅ کومه برخه د اسرائیلو د پوځ د بلاغوښتنو لپاره مناسبه نه ده پاتې.