هغه د افغانستان دعسکرو په ټول کښې وویل هیڅوک شک ونکړی چې له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرو په بهیر کښې به د افغانستان داسلامی جمهوریت په سر معامله او سازباز ونشی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی زیاته کړه د افغانستان اسلامی جمهوری نظام په تیرو اتلسو (۱۸) کلونو کښې بڼه خپله کړی ده او نړیوالو شرکاو هم د سولې دخبرواترو په بهیر کښې په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې دافغانستان د بریاو په ساتلو ټینګار کړی دی .
دافغانستان سیاسی نظام ددغه هیواد داساسی قانون پراساس دافغانستان اسلامی جمهوریت ټاکل شوی دی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دغه راز له حکومتی عسکرو وغوښتل اوازو ته غوږ مه اچوئ او طالبانو ډلې سره د کابل د سولې دخبرو اترو تر پیلیدا پورې ددښمانانو ځپلو ته دوام ورکړئ .
دافغانستان دولسمشر اشرف غنی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې په قطر کښې له طالبانو ډلې سره د امریکا د خبرو اترو اتم (۸) پړاو پرون د بندو دروازو شاته پیل شوی دی .
دامریکا او د طالبانو خبرو تراوسه دافغانستان د خلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .