IQNA

د ټول قرآن کریم په حفظ کولو کښې د عراقي ښځې ریکارډ ماتول

23:30 - February 04, 2019
د خبر لمبر: 3481922
نړیواله ډله: د عراق جنوب په بصره ولایت کښې زړه ښځه حمدیه جعاز موسی بریالي شوه چې په ۹۰ کلن عمر کښې او په شپږ کالو کښې ټول قرآن کریم حفظ کړي.

د ایکنا راپور له مخې، د قرآنی قاف خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بصره ولایت په شمال کښې د المدینة سیمې حمدیه جعاز موسی په کال ۱۹۲۹ کښې زېږېدلي ده.
هغې په ۹۰ کلن عمر کښې د قرآن کریم حفظ کولو سره ثابت کړه چې عمر د انسان په ژوند کښې یو شمېره ده، دغه عراقي ښځې د په شپږ کالو کښې د ټول قرآن کریم حفظ کولو سره، دا لومړۍ ښځه شوه چې د الله کلام یی په دغه عمر کښې د ټولو سختو سره حفظ کړو چې دا ځان له یو ریکارډ دی.
حمدیه، د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن کښې د قرآن زرګونو حافظانو ته زدکړې او روزنې پروګرام له فارغ التحصیلانو نه یوه ده او هغې د دغه دورې په ټولو کلاسونو کښې پابندی سره شتون لرلو سره د دې چې د هغې د کور او کلاس ترمنځه مزل ډېر وو خو ولی دا د دې عراقي ښځې له ځانګړیتیا ده.
وایئ، د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن له جوړېدو نه تراوسه د قرآن کریم حفظ، تلاوت او تدبر لپاره ځانګړې اهتمام کوي او د دغه مرکز یو مهم فعالیت د زر حافظان طرحه ده چې ۴ زره او ۶۰۰ قرآن زده کوونکې  ښځې او سړې د عراق له بېلابېلو سیمو نه په دغه کښې ګډون کوي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3787329
captcha