IQNA

په پاکستان کښې د ماشومانو قرآنی مقابلې پيل کېږي

10:27 - November 11, 2018
د خبر لمبر: 3481654
نړیواله ډله: د قرآن او منقبت مقابلې «د حضرت علی اصغر ورځ» په عنوان سره د پاکستان امامیه محصلانو سازمان د ماشومانو لپاره په کویټه کښې پيل کوي.

د ایکنا راپور له مخې، له پاکستان؛ د قرآن او منقبت مقابلې «د حضرت علی اصغر ورځ» په عنوان سره د پاکستان امامیه محصلانو سازمان د ماشومانو لپاره په کویټه کښې پيل کوي. د دې پروګرام د منقبت په برخه کښې به د اهلبیت علیهم السلام لوړ مقام په اړه پیل کېږي.
د قرآن کریم او منقبت دا مقابلې به د ۲۶ او ۲۷ آبان(۱۷ او ۱۸ نوومبر) دوه ورځې د کویټه په «هزاره ټاون برروری» کښې د څلورم نه تر اتم کلاس محصلانو لپاره پیل کېږي او په دغه مقابلو کښې مقام ترلاسه کوونکو ته به جایزې او هدیه ډالي کېږي.
د پاکستان امامیه سازمان، د پاکستان شیعیانو سره تړلې سازمان دی چې د اسلام دین ښودو او تبلیغ په برخه کښې خپل فعالیت ترسره کوي. د دې سازمان پروګرامونه او فعالیتونه غیر سیاسي دی او زیات فعالیتونه یی د علمي څانګو سره تړون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3761409
captcha